Home » سیمه او نړی » پزشکیان: له امریکا او اسرائیلو سره جګړې د ایران اقتصادي ستونزې زیاتې کړې
پزشکیان

پزشکیان: له امریکا او اسرائیلو سره جګړې د ایران اقتصادي ستونزې زیاتې کړې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې له امریکا او اسرائیلو سره د جګړې له پیل وروسته د ایران اقتصادي ستونزې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي ویلي، د وارداتي توکو د لګښتونو زیاتېدو او د تېلو د پلور کمېدو له امله د حکومت عواید کم شوي، چې په پایله کې د توکو بیې لوړې شوې دي.
پزشکیان ویلي، پخوا به وارداتي توکي ایران ته له لنډو او مستقیمو لارو رسېدل، خو اوس د اوږدو او ډېرو لګښت لرونکو لارو له لارې انتقالېږي، چې له امله یې بیې لوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې د تېلو د پلور کمېدو د حکومت عواید هم کم کړي دي. د هغه په وینا: «زموږ عواید هم کم شوي دي. پخوا به مو تېل پلورل، خو اوس یې نه شو پلورلی.»
پزشکیان ویلي، د صنعتي تاسیساتو زیانمنېدو هم اقتصادي فشارونه زیات کړي، ځکه د اسرائیلو او امریکا په بریدونو کې ګڼې فابریکې زیانمنې او ویجاړې شوې دي.
هغه زیاته کړې چې د فابریکو د زیانمنېدو له امله د مالیاتو عواید هم کم شوي او حکومت له ستونزو سره مخ دی. د نوموړي په وینا: «موږ له فابریکو مالیات نه شو راټولولی، بلکې باید هغوی ته پیسې ورکړو څو خپل فعالیت ته دوام ورکړي.»

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هانا: ایران کې د افغانانو د ایستلو طرحه د اندېښنې وړ ده

د بشري حقونو سازمان هانا ...