Home » سیمه او نړی » پاکستان کې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۳۳ کسان وژل شوي

پاکستان کې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۳۳ کسان وژل شوي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د خېبرپښتونخوا ایالت په کُرمه ولسوالي کې د فرقه ‌ییزو خپلمنځي جګړو پرمهال ۱۳۳ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره یوازې په تېره اوونۍ کې ۱۳۳ کسان د قرقه ییزو جګړو له امله وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

که څه هم پاکستاني ځایي چارواکي هڅه کوي چې په یاده سیمه کې د شیعه او سني قومونو ترمنځ د خبرو اترو په موخه لنډ مهال اوربند وکړي، خو له دې سره سره بیا هم نه دي بریالي شوي.

د خېبرپښتونخوا ایالت کرمه ولسوالي کې وسله ‌والې شیعه او سُني مسلمانان له لسیزو راهیسې د ځمکې او نورو موضوعاتو له امله په قومي او فرقه ییزو شخړو کې ښکېل دي.

کرمه ولسوالي افغانستان سره ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده چې له لسیزو راهیسې د فرقه‌ییزې تاوتریخوالي شاهده ده.

دې سیمه کې تېره میاشت د بریدونو نوې څپې پیل شوې چې د سُنیانو او شیعه‌ګانو ترمنځ جګړو کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...