پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د خېبرپښتونخوا ایالت په کُرمه ولسوالي کې د فرقه ییزو خپلمنځي جګړو پرمهال ۱۳۳ کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره یوازې په تېره اوونۍ کې ۱۳۳ کسان د قرقه ییزو جګړو له امله وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
که څه هم پاکستاني ځایي چارواکي هڅه کوي چې په یاده سیمه کې د شیعه او سني قومونو ترمنځ د خبرو اترو په موخه لنډ مهال اوربند وکړي، خو له دې سره سره بیا هم نه دي بریالي شوي.
د خېبرپښتونخوا ایالت کرمه ولسوالي کې وسله والې شیعه او سُني مسلمانان له لسیزو راهیسې د ځمکې او نورو موضوعاتو له امله په قومي او فرقه ییزو شخړو کې ښکېل دي.
کرمه ولسوالي افغانستان سره ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده چې له لسیزو راهیسې د فرقهییزې تاوتریخوالي شاهده ده.
دې سیمه کې تېره میاشت د بریدونو نوې څپې پیل شوې چې د سُنیانو او شیعهګانو ترمنځ جګړو کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس