پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې یې د نښتو پرمهال د شپږ پوځیانو په ګډون ۲۸ وسله وال وژل شوي دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې دغه دا نښتې د خیبر پښتونخوا د وزیرستان اړوند سیمو کې رامنځته شوي چې پرمهال وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستاني چارواکو دا نه دي ویلي چې دا نښتې د کومې وسله والې ډلې له غړو سره شوې او په دغو سیمو کې د پاکستاني ط. ا. ل. بانو تحریک یا «ټي ټي پي» فعال دی.
په ورته مهال پاکستاني ط. ا. ل. بانو (ټيټيپي) ادعا کړې چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې یې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او د دغه هېواد ګڼ شمیر پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه هېواد بلوچستان او خېبرپښتونخوا دوه هغه ایالتونه دي چې د نورو سیمو په پرتله پهکې د ناامنۍ خبرونه ډېر خپرېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس