Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د نښتو پرمهال شپږ پوځیان او ۲۲ وسله وال وژل شوي

پاکستان کې د نښتو پرمهال شپږ پوځیان او ۲۲ وسله وال وژل شوي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې یې د نښتو پرمهال د شپږ پوځیانو په ګډون ۲۸ وسله وال وژل شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې دغه دا نښتې د خیبر پښتونخوا د وزیرستان اړوند سیمو کې رامنځته شوي چې پرمهال وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستاني چارواکو دا نه دي ویلي چې دا نښتې د کومې وسله والې ډلې له غړو سره شوې او په دغو سیمو کې د پاکستاني ط. ا. ل. بانو تحریک یا «ټي ټي پي» فعال دی.

په ورته مهال پاکستاني ط. ا. ل. بانو (ټي‌ټي‌پي) ادعا کړې چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې یې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او د دغه هېواد ګڼ شمیر پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه هېواد بلوچستان او خېبرپښتونخوا دوه هغه ایالتونه دي چې د نورو سیمو په پرتله په‌کې د ناامنۍ خبرونه ډېر خپرېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...