د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه جنوبي افریقا لوبډلې ته په درېیمه شل اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه.
سره له دې چې د جنوبي افریقا لوبډلې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې پاکستان ته ۲۰۴ منډې هدف ټاکلی و، خو پاکستاني لوبغاړو یوازې د یوه لوبغاړي د سوځېدو په بدل کې دا هدف پوره کړ او مسابقهیې په ۹ وېکټونو او ۱۲ توپونو وګټله.
دواړه لوبډلې د راتلونکې جمعې په ورځ وروستۍ شل اوریزه لوبه ترسره کوي، که دا لوبه افریقا وګټي، لوبلړۍ مساوي کېږي او که پاکستان یې وګټي لوبلړۍ یې په ګټه حسابېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس