Home » سیمه او نړی » ټرمپ: د ایران هر برید ته به شل چنده قوي ځواب ورکړو
ټرمپ

ټرمپ: د ایران هر برید ته به شل چنده قوي ځواب ورکړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران پر امریکا یا د امریکا پر ګټو هر ډول برید وکړي، واشنګټن به یې په «شل چنده قوي او قاطع» ځواب ورکړي.
هغه د «ایر فورس ون» په الوتکې کې له خبریالانو سره په خبرو کې د ایران مشران «مریضان» وبلل او ویې ویل چې امریکا به د هر ډول ګواښ پر وړاندې سخت غبرګون وښيي.
ټرمپ همداراز ویلي، ایراني چارواکو په دې وروستیو کې ورسره اړیکه نیولې او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي. د هغه په وینا، د خبرو دروازه لا هم په بشپړه توګه نه ده تړل شوې، خو ایران باید خپل چلند بدل کړي.

بلخوا، اکسیوس راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د کمولو او احتمالي تفاهم لپاره د اړیکو هڅې روانې دي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا هم پر خپل ځای پاتې دی او د هر ډول نوي پرمختګ احتمال شته.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

جي ډي وینس: د ایران له مذاکراتو منتقدین په افغانستان کې د لا ډېرو بریدونو غوښتونکي وو

د امریکا د ولسمشر مرستیال ...