Home » افغانستان » هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه د خبرو اترو اووم پړاو ترسره کړ
هند او روسیه

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه د خبرو اترو اووم پړاو ترسره کړ

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان په اړه د هند او روسیې ترمنځ د ځانګړو خبرو اترو اووم پړاو په نوي ډیلي کې ترسره شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې غونډې مشري په ګډه د هند د ملي امنیت د مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر وندیکتوف کړې ده.

دواړو لورو د ګډو ګټو پر موضوعاتو او پر نړیوال امنیت د هغو پر اغېزو خبرې کړې دي. همدارنګه، دوی د هند او روسیې ترمنځ د ځانګړې ستراتیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
الکساندر وندیکتوف همداراز هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره لیدنه کړې ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

رویټرز: ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو بریدونه زیاتوي

رویټرز خبري اژانس د دوو ...