د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې نن دوشنبه، د غویي ۲۸مه، د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.
د ياد وزارت مسوولانو په وينا، د ۲۰۲۶ کال د ګوزڼ ضد واکسین د دویم پړاو په لړ کې به شاوخوا ۸ اعشاریه ۳ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبيق شي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه کمپاین به د مې میاشتې له ۱۸مې تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي؛ خو په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې به د واکسین د تطبیق لړۍ د سېشنبې په ورځ، د مې له ۱۹مې پیل او تر ۲۲مې نېټې پورې روانه وي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پېښې ثبتېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس