Home » سیمه او نړی » نعيم قاسم د لبنان پر حکومت غږ کړی چې له اسراييلو سره له خبرو اترو ډډه وکړي
حزب الله

نعيم قاسم د لبنان پر حکومت غږ کړی چې له اسراييلو سره له خبرو اترو ډډه وکړي

نعیم قاسم د حزب‌الله مشر، د لبنان پر حکومت غږ کړی چې له اسراییلو سره له هر ډول خبرو اترو ډډه وکړي. هغه ویلي چې د اسراییلو اصلي هدف د حزب‌الله بې‌وسلې کول دي او دا غوښتنه د منلو وړ نه ده، ځکه د دوی په باور دا کار به د لبنان دفاعي ځواک کمزوری کړي.

قاسم ټینګار کړی چې حزب‌الله به هېڅکله تسلیم نه شي او د هر ډول فشار پر وړاندې به خپل مقاومت ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي چې د دوی وسلې د لبنان د ساتنې لپاره اړینې دي ترڅو له بهرني ګواښونو په امان وي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې ټاکل شوې نن (سه‌شنبه) په متحده ایالات کې د اسراییلو او لبنان سفیران د بیروت او تل‌ابیب ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو د پیل په اړه خبرې وکړي، چې دا بهیر د سیمې د کړکېچ د کمولو لپاره مهم بلل کېږي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ټاکل شوی چې د ايران او امريکا ترمنځ مذاکرات نن ماښام پيل شي

د تسنیم خبري اژانس راپور ...