Home » افغانستان » میرضیایف: په افغانستان کې سوله د سیمې د امنیت لپاره بنسټیز اهمیت لري
میرضیایف

میرضیایف: په افغانستان کې سوله د سیمې د امنیت لپاره بنسټیز اهمیت لري

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د شانګهای همکاريو سازمان د مشرانو په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت باید د سیمې د هېوادونو له مهمو بحثونو څخه وي.
میرضیایف ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ منظمې خبرې اترې بېرته پیل شي. د هغه په وینا، په دغو خبرو کې باید د امنیتي مسایلو ترڅنګ د سوداګرۍ، اقتصاد او سیمه‌ییزې همکارۍ پر پراختیا هم بحث وشي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو ۲۶مه غونډه د سپټمبر په لومړۍ نېټه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې ترسره شوه. په غونډه کې د سازمان د لسو غړو هېوادونو؛ چین، روسیې، هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او بلاروس مشران یا لوړپوړي استازي ګډون کړی وو.
د دې غونډې اهمیت په دې کې دی چې د سیمې لویو هېوادونو په یوه ګډه ناسته کې پر امنیت، ترهګرۍ، اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ او سیمه‌ییز اتصال خبرې وکړې او د افغانستان وضعیت هم د سیمې د امنیت له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اڅکزی: امریکا او روسیې افغانستان د جګړو پر ډګر بدل کړ

د پاکستان د مخالفو ګوندونو ...