د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د جون تر ۳۰مې پورې د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان شوي دي.
یوناما ټینګار کړی چې په دغو پېښو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ملکي وګړو خوندیتوب باید خوندي وساتل شي.
د خبرپاڼې له مخې، د پاکستاني بریدونو ډېری پېښې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ثبت شوې دي. ویل شوي چې هوايي او توغندیز بریدونه د سرحدي سیمو اوسېدونکي سخت اغېزمن کړي او ګڼې کورنۍ یې بېځایه کېدو ته اړ کړې دي. ځايي سرچینې هم د دغو بریدونو له امله د خلکو د مالي او ځاني زیانونو خبر ورکوي.
یوناما يو ځل بيا له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې نړیوال بشري قوانین دې رعایت کړي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره جدي اقدامات ترسره کړي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي دوام به د سرحدي سیمو د اوسېدونکو بشري وضعیت لا پسې ستونزمن کړي او د سیمې پر امنیت به منفي اغېزې ولري.
ملګري ملتونه
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس