Home » سیمه او نړی » مسکو: د ایران پر ضد جګړه به سیمه او نړۍ بې‌ثباته کړي
روسیه

مسکو: د ایران پر ضد جګړه به سیمه او نړۍ بې‌ثباته کړي

د کرېملین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف د ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ ترمنځ په وروستیو ټیلیفوني خبرو کې د ایران دننه د هر ډول ځمکنیو عملیاتو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. نوموړي ویلي، دا خبرې د سیمه‌ییزو زياتېدونکو کړکېچونو د مخنیوي لپاره مهمې ارزول شوې دي.

اوشاکوف زیاته کړې چې پوتین ټینګار کړی، د ايران په خاوره هر ډول پوځي اقدام به نه یوازې د ایران لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره جدي خطرونه رامنځته کړي. د هغه په وینا، مسکو هڅه کوي چې د ډیپلوماټیکو لارو په واسطه ستونزو ته حللاره ومومي څو د پراخې جګړې مخه ونیسي.

بلخوا، د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې چې د هرمز تنګی په اړه د امریکا دریځ بدلون نده موندلی. راپورونه ښيي چې د ایران د وړاندیزونو له رد کېدو وروسته، د سمندري محدودیتونو او فشارونو دوام د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې پېچلی کړی او د احتمالي شخړې اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغانستان د اقلیمي ناورين پر وړاندې ګډه مبارزه غواړي

په قزاقستان کې د سیمه‌ییزې ...