د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد، له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې ډېرې هڅې شوې دي.
مجاهد زیاته کړې چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره، له پاکستان پرته چې د نوموړي په وینا په دې وروستیو کې یې په اړیکو کې ستونزې رامنځته شوې دي، ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لري. نوموړي ویلي چې له اسلامي هېوادونو، د سیمې له هېوادونو، چین او روسیې سره هم اړیکې ښې دي.
هغه همداراز ویلي چې ا.ا له نورو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او هڅه کوي چې موجودې ستونزې د وخت په تېرېدو حل کړي او د هېوادونو باور ترلاسه کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس