د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس مطیعالحق خالص د یوناما له مرستیال برونو لمارکي سره په ليدنه کې د چاپېریال ساتنې د ستونزو، پر اقلیمي بدلونونو د اغېزو او په افغانستان کې د چاپېریالي پروژو د راجلبولو په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې مطیعالحق خالص له یوناما څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د پلاوي لپاره په نړیوالو چاپېریالي ناستو کې د ګډون زمینه برابره کړي او په تخنیکي برخو او د ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري وکړي.
د یوناما مرستیال هم په نړیوالو چاپېریالي ناستو کې د افغانستان د پلاوي د ګډون پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغه حضور د زمینه برابرولو او د ظرفیت لوړونې په برخه کې به د همکارۍ لپاره هڅې وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس