د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي خبر ورکړی، چې د افغانستان له لوري د کمال خان بند اوبه ور پرېښوول شوي او د ايران سيستان ولايت ته رسېدلي دي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې پرون شنبه د (زمري په ۱۵مه) د کمال خان بند د اوبو هغه وېډيو خپره کړې، چې پرون سيستان ولايت ته ورسېدلي دي.
قمي له دې وېډيو سره ليکلي، چې د افغانستان له لوري د اوبو ور خوشې کول د ډيپلوماټيک تعامل او د دواړو لورو ترمنځ د منظمې همغږۍ د موجوديت پايله ده.
په دې وروستيو کې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو ويلي و، چې د وروستيو متواترو اورښتونو په نتيجه کې د کمال خان بند د اوبو کاسه ډېره ډکه شوې ده.
له دې وړاندې د ايران بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د دې هېواد د پارلمان له غړو سره په يوه ناسته کې ويلي و، چې له ترکيې او افغانستان سره په اوبو کې حق لري او هېڅکله به له دې حق تېر نه شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس