د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال ژانېبک تایژانوف ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غلو لېږد ۴.۴ برابره زیات شوی او ۶۵۵ زره ټنو ته رسېدلی دی.
تایژانوف د حکومت په یوه غونډه کې ویلي، چې په همدې موده کې د رېللارې له لارې د قزاقستان ۹.۳ میلیونه ټنه غله لېږدول شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي. د نوموړي په وینا، له دې ډلې ۷.۲ میلیونه ټنه بهرنیو بازارونو ته صادر شوي دي.
د قزاقستان د کرنې وزارت همداراز ويلي، چې هېواد یې غواړي د کرنیزو محصولاتو صادرات نور هم زیات کړي. نوموړي ویلي، افغانستان د قزاقستان د غنمو له مهمو بازارونو څخه دی ځکه په خبره يې افغانستان د خپلې اړتیا وړ غنمو یوه برخه له بهر څخه واردوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس