عایشه وهّاب د کالیفورنیا د ۱۴مې کانګرسې حوزې په ځانګړو ټاکنو کې د خپلې ډیموکراتې سیالې میلیسا هرنانډز پر وړاندې بریالۍ شوه او د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان الاصله غړې وټاکل شوه.
د وروستیو پایلو له مخې، وهّاب شاوخوا ۵۳ سلنه رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې هرنانډز نږدې ۴۷ سلنه رایې لرلې.
ټاکل شوې چې مېرمن وهّاب به د پخواني کانګرس غړي اېریک سوالوېل د پاتې دورې لپاره د استازې په توګه کار وکړي، خو دواړه نوماندان به د نومبر په عمومي ټاکنو کې بیا د بشپړې دوهکلنې دورې لپاره سیالي وکړي.
وهّاب له دې مخکې د کالیفورنیا د ایالتي سنا غړې وه.
هغې په ۲۰۲۲ کال کې سنا ته لار وموندله او له هغې وړاندې یې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ پورې د هیورډ ښاروالۍ شورا کې دنده ترسره کړې وه. نوموړې تر سیاست مخکې په غیرانتفاعي ادارو، ټولنیز تنظیم او ټکنالوژۍ برخه کې کار کړی و او د المیډا کاونټي د بشري اړیکو کمېسیون مشره او د افغان کولیشن په ګډون د څو بنسټونو د مدیره پلاوي غړې هم پاتې شوې ده.
د معلوماتو پر اساس، د عایشه وهّاب پر وړاندې د ټاکنو پر مهال پراخ او له میلیونونو ډالرو سره مالي ملاتړ شوی کمپاین وشو، خو نوموړې د ولسي ملاتړ په ترلاسه کولو سره بریالۍ شوه او د کانګرس څوکۍ یې وګټله.
عایشه وهّاب
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس