Home » سیمه او نړی » شمالي وزیرستان کې؛چاودنې ۴ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې
رویداد خبري آژانس

شمالي وزیرستان کې؛چاودنې ۴ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د شمالي وزیرستان په میران شاه کې د امنیتي پوستې تر څنګ چاودنې څلور پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې دا چاودنه په میرانشاه کې د پوځیانو پوستې ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې پوځیان له ګزمې څخه د راستنېدو پر مهال پوستې ته د ننوتو په حال کې وو.

په دې چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي خو پاکستاني چارواکو بیا په یاده پېښه کې یوازې د یوه پوځي وژل کېدل تایید کړي دي.

چارواکي وایي چې تر پېښې وروسته مرستندویه ځواک سیمې ته رسېدلی او سیمه یې کلابنده کړې ده. تر اوسه د یادې چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...