Home » افغانستان » سور صلیب: په افغانستان کې یې له ۱۱ زره د ډېرو ماشومانو درملنه کړې

سور صلیب: په افغانستان کې یې له ۱۱ زره د ډېرو ماشومانو درملنه کړې

د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبر ورکړی چې سږ کال یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۹ میاشتو کې د څه باندې ۱۱ زره افغان ماشومانو د یو ډول مورزادي ناروغۍ په درملنه کې مرسته کړې ده.

یادې کمېټې (دوشنبې، د لیندۍ ۱۲مه ) په خبرپاڼې کې ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې په خپلو طبي مرکزونو کې ۱۱ زره ۴۳ افغان ماشومانو ته چې سي‌‌پي یا (سربرل پالسي) ستونزه یې لرله روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې پروسږ کال یې په ورته موده کې د دې ډول ۱۱ زره ۲۹۶ ماشومانو درملنه کړې وه.

ډاکتران وایې (سربل پالسي) یو ډول مورزادي دماغي اختلال دی چې عموماً ماشوم ته د مور په نس کې یا د زوکړې پر مهال او یا هم له زېږېدو سم ‌دستي وروسته ماشوم ته پیدا کېږي.

پردې سربېره هر کال د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري لسګونه ماشومان چې د زړه په سوري اخته دي هغه هم په کې شامل وي، د درملنې لپاره جرمني ته هم لېږل کېږي چې هلته یې «د سولې کلي» په نوم بنسټ په نوم یې درملنه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...