د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبر ورکړی چې سږ کال یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۹ میاشتو کې د څه باندې ۱۱ زره افغان ماشومانو د یو ډول مورزادي ناروغۍ په درملنه کې مرسته کړې ده.
یادې کمېټې (دوشنبې، د لیندۍ ۱۲مه ) په خبرپاڼې کې ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې په خپلو طبي مرکزونو کې ۱۱ زره ۴۳ افغان ماشومانو ته چې سيپي یا (سربرل پالسي) ستونزه یې لرله روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې پروسږ کال یې په ورته موده کې د دې ډول ۱۱ زره ۲۹۶ ماشومانو درملنه کړې وه.
ډاکتران وایې (سربل پالسي) یو ډول مورزادي دماغي اختلال دی چې عموماً ماشوم ته د مور په نس کې یا د زوکړې پر مهال او یا هم له زېږېدو سم دستي وروسته ماشوم ته پیدا کېږي.
پردې سربېره هر کال د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري لسګونه ماشومان چې د زړه په سوري اخته دي هغه هم په کې شامل وي، د درملنې لپاره جرمني ته هم لېږل کېږي چې هلته یې «د سولې کلي» په نوم بنسټ په نوم یې درملنه کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس