Home » افغانستان » سبا په کابل پوهنتون کې د سټوماټولوژۍ فارغانو د ایګزیټ ازموینه اخیستل کېږي
د ازموینو عمومي اداره

سبا په کابل پوهنتون کې د سټوماټولوژۍ فارغانو د ایګزیټ ازموینه اخیستل کېږي

د ازموینو عمومي ادارې ویلي، چې د ستوماتولوژۍ پوهنځي د فارغانو د مسلکي فعالیت جواز (ایګزیټ) ازموینه به سبا د جمعې په ورځ، د تلې په ۲۴مه، په کابل پوهنتون کې واخیستل شي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د ازموینې د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا د عمومي ریاست له لوري ترسره شوی دی.

بلخوا د ازموینو عمومي ادارې ویاند، ناصر خان شېرزي ویلي، چې په دې ازموینه کې به د ستوماتولوژۍ پوهنځي فارغان ګډون وکړي او موخه یې د هغوی د مسلکي فعالیت لپاره د جواز ترلاسه کولو په برخه کې د وړتیاوو ارزول دي.
شېرزي زیاته کړې، چې د ازموینو عمومي اداره هڅه کوي، ډله‌ییزې ازموینې په بشپړې روڼتیا ترسره او پایلې یې په بې‌پرې ډول اعلان کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د صنعتي ځمکو بیې او د وارداتو تعرفې وټاکل شوې

د ملا عبدالغني برادر په ...