د رویټرز د راپور له مخې، د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د غړو هېوادونو په رایه د دې محکمې لوی څارنوال کریم خان د جنسي ناوړه چلند د تورونو له امله له خپلې دندې لرې کړی دی. په رایه اچونه کې د محکمې د ۱۲۵ غړو هېوادونو له ډلې ۸۲ هېوادونو د هغه د لرې کولو ملاتړ کړی، ۱۳ یې مخالفت کړی او ۱۱ نورو بېطرفه رایه ورکړې ده.
ويل شوي چې، کریم خان له پیل راهیسې د ځان پر وړاندې د جنسي ناوړه چلند تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې له ده سره عادلانه چلند نه دی شوی. نوموړي اعلان کړی چې د خپلې لرې کېدو پرېکړه به په قانوني ډول ننګوي.
د معلوماتو پر اساس، د کریم خان له لرې کېدو وروسته به د جرمونو نړیواله محکمه د نوي لوی څارنوال د ټاکلو بهیر پیل کړي. تر هغه وخته به د محکمې چارې، روانې دوسیې او مخکې صادر شوي د نیولو حکمونه د قاضیانو تر څارنې لاندې په عادي ډول پر مخ ځي.
کریم خان تر دې مخکې د روانو څېړنو له امله په موقتي ډول له خپلې دندې رخصت شوی و. اوس د څېړنو له بشپړېدو او د غړو هېوادونو د رایې له مخې، په رسمي ډول له خپلې دندې لرې شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس