د راپورونو له مخې تېره شپه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د کندهار-هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ویلي چې پېښه د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
د کندهار-هرات لویه لار وخت ناوخت د ورته ترافیکي پېښو شاهده وي چې چارواکي یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي خو موټر چلوونکي بیا وایي چې ددې لویې لارې خرابوالی د ورته پېښو لامل دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس