Home » سیمه او نړی » د هند سکیم کې د اوبو برښنا پروژې تونل چاودنه؛ د مړو شمېر ۲۲تنو ته لوړ شوی
د هند سکیم

د هند سکیم کې د اوبو برښنا پروژې تونل چاودنه؛ د مړو شمېر ۲۲تنو ته لوړ شوی

د هند د سکیم ایالت حکومت ویلي، د اوبو برښنا د یوې تر کار لاندې پروژې له تونل څخه د اوو نورو کسانو جسدونه راایستل شوي، چې له امله یې د دوشنبې ورځې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۲۲ کسانو ته لوړ شوی دی.

د هندچارواکي وايي، د چاودنې اصلي لامل ښايي په ډبرو کې بند یا خوشې شوی میتان ګاز وي، چې د چاودنې وروسته تونل له زهرجنو ګازونو او لوګي ډک شوی و.
د معلوماتو له مخې، د پېښې پر مهال ۲۵ کارکوونکي او د شرکت ځینې چارواکي په تونل کې بند پاتې شوي وو.
د ژغورنې ډلې لا هم په سیمه کې فعالیت کوي، خو د زهرجنو ګازونو، خټو او اوبو له امله د عملیاتو بهیر له ستونزو سره مخ دی.
د هند د ملي اوبو برښنا شرکت (NHPC) ویلي، د وژل شویو کسانو کورنیو ته به د مرستې په توګه ۵۰۰ زره هندۍ روپۍ ورکوي. چارواکو همداراز ویلي چې د پېښې د بشپړې څېړنې لپاره به اقدامات وشي او د پاتې قربانیانو د موندلو هڅې به دوام ولري.
ياده پېښه د سکیم ایالت د سامردونګ کلي ته نږدې د تیستا سیند پر غاړه د هند د ملي اوبو برښنا شرکت (NHPC) د تیستا د شپږم پړاو پروژې په تونل کې رامنځته شوې وه.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

فرانسه د ماشومانو د خونديتوب لپاره پر ټولنیزو رسنیو محدودیت لګوي

د فرانسې پارلمان د ټولنیزو ...