Home » فرهنګی او ټولنیز » د هرات په ښوونځیو کې د اوبو روغتیا ساتنې اووه پروژې پرانیستل شوې
رویداد خبري آژانس

د هرات په ښوونځیو کې د اوبو روغتیا ساتنې اووه پروژې پرانیستل شوې

د پوهنې وزارت د بدني روزنې او روغتیا ریاست سر پرست محمد اکبر عمر خیل، د اوبو د حفظ الصحې او پاکوالي پروګرام ستر سلاکار ډاکټر سید حمیدالله، د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون رییس ښاغلي پیر او د هرات د پوهنې رییس ذکریا رحیمي په شتون کې دهرات ولایت په بېلابېلو سیمه کې د ښوونځیو کې د اوبو روغتیا ساتنې اووه پروژې پرانیستل شوې.

یادې پروژې په شهید میرویس تجربوي ښوونځۍ، د هاشمي ښوونځۍ، د عقاب کبابیان ښوونځۍ، د گرداب ښوونځۍ، د انجیل ولسوالی د قلعه حبیب لومړنی ښوونځۍ او د بي بي خورشید منځنې ښوونځیو کې د اوبو او روغتیا ساتنې اوه پروژې پرانیستل شوي.

د هرات د پوهنې رییس زکریا رحیمي په ښوونځیو کې د حفظ الصحي او چاپیریال ساتلو ټینګار وکړ او د سرې میاشتې له ټولنې او سره صليب څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه.

د هرات د پوهنې ریاست لپاره د روغتیا سالاکارې روهېنا غفوري په وینا، پدې پروژو کې د تشنابونو د سیپټیک څاه ګانې او د لاس پریولو یو معیاري سیسټم شامل دی چې د فینلنډ هیواد د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون په مالي مرسته او د هرات د پوهنې ریاست په همکارۍ پلي شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...