Home » سیمه او نړی » د منځني ختیځ ترینګلتیا؛ امریکا له خپلو اتباعو غوښتي چې د وتلو لپاره چمتوالی ولري
امریکا

د منځني ختیځ ترینګلتیا؛ امریکا له خپلو اتباعو غوښتي چې د وتلو لپاره چمتوالی ولري

د امریکا حکومت په منځني ختیځ کې مېشتو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د سیمې د روانو ترینګلتیاوو له امله دې د وتلو په اړه غور وکړي او د بېړني حالت لپاره چمتووالی ولري. دغه امنیتي سپارښتنه د امریکا سفارتونو له خوا په بحرین، مصر، عراق، اسرائیل، اردن، کویټ، لبنان، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې خپره شوې ده.
د راپورونو له مخې، دا خبرداری یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د سختو بریدونو ګواښ وکړ.
د امریکا په امنیتي خبرتیا کې ویل شوي چې امریکایان باید له سیمې د احتمالي وتلو لپاره چمتو وي او که وضعیت نور هم خرابېږي، د وتلو پرېکړه په پام کې ونیسي. له هغوی غوښتل شوي چې د الوتنو معلومات په منظم ډول وګوري، د ځايي چارواکو د خوندیتوب لارښوونې تعقیب کړي او د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریم د موقتي تړل کېدو او نورو احتمالي سفرې ستونزو لپاره چمتووالی ولري.
امریکا په اردن کې خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې پوځي اډو ته سفر ونه کړي، ځکه ځینې سیمې د توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلې دي. په اسرائیل کې هم له امریکایانو غوښتل شوي چې د نږدې خوندي پناه ځایونو معلومات ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د امریکا سفارت په بیروت کې لا هم د محدود فعالیت په حالت کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې، د امریکا او ایران ترمنځ له څو میاشتو راهیسې شخړه روانه ده، چې د اوربند له یوې لنډې مودې وروسته بېرته بریدونو زور اخيستی او د منځني ختیځ پر امنیت او د انرژۍ پر نړیوالو بازارونو یې اغېز کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

جرمني: رد شوي افغان پناه غوښتونکي به له جرمي سابقې پرته هم وشړل شي

د جرمني د کورنیو چارو ...