په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکي کابل ته رسېدلی او د سهشنبې په ورځ یې خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې ده. نوموړی د فرانسې تبعه دی او د اندریکا راټواټه پر ځای ټاکل شوی دی.
لمارکي داسې مهال افغانستان ته رسېدلی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ په اتفاق سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه او د نوي پرېکړهلیک له مخې، د یوناما اوسنی ماموریت به د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې دوام وکړي.
ټاکل شوې چې برونو لمارکي په افغانستان کې د یوناما د پراختیایي څانګې مشري هم پر غاړه ولري. نوموړي تر دې وړاندې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او هایټي کې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو لوړو دندو کې کار کړی او د بشري مرستو، بیارغونې او پراختیایي چارو په برخه کې پراخه تجربه لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس