Home » سیمه او نړی » د ماشومانو د خوندیتوب قضیه؛ میټا ۵۶۷ میلیونه ډالره جریمه شو
میټا

د ماشومانو د خوندیتوب قضیه؛ میټا ۵۶۷ میلیونه ډالره جریمه شو

د راپورونو له مخې، د امریکا د نیو مکسیکو یوې محکمې د فیسبوک او انسټاګرام شرکت «میټا» ته د ماشومانو د خوندیتوب او رواني روغتیا اړوند قضیه کې د ۵۶۷ میلیونه ډالرو نوې جریمه ټاکلې ده.

دا جریمه د محکمې د قضیې د دویم پړاو په پایله کې لګېدلې او موخه یې د ټولنیزو رسنیو له امله د ځوانانو پر رواني روغتیا د منفي اغېزو جبران دی.
د ‌معلوماتو پر اساس، د تېر مارچ په میاشت کې یوې محکمې پرېکړه وکړه چې میټا پوهېده چې د خپلو ټولنیزو شبکو له لارې د ماشومانو رواني روغتیا ته زیان رسېږي، خو د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې کافي اقدامات نه وو کړي. همداراز، محکمې وویل چې میټا په خپلو پلاتفورمونو کې د ماشومانو د جنسي استثمار په اړه ځینې معلومات پټ کړي وو.
د همدې قضیې له امله میټا تر دې مخکې ۳۷۵ میلیونه ډالره جریمه شوې وه.
د نوې ۵۶۷ میلیونه ډالرو جریمې له زیاتېدو سره، میټا باید په دې قضیه کې په ټولیز ډول ۹۴۲ میلیونه ډالر ورکړي. د محکمې د حکم له مخې، له نوې جریمې څخه ۴۲۰ میلیونه ډالر به په نیو مکسیکو کې د ځوانانو د درملنې او رواني روغتیايي خدمتونو لپاره ځانګړي شي.
راپورونه زياتوي چې محکمې پر میټا د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د نورو بدلونونو امر هم کړی دی. فیسبوک او انسټاګرام باید د عمر د تایید سیستمونه پیاوړي، د روږدي کوونکو ځانګړتیاوو د محدودولو لپاره اقدامات او د ماشومانو د جنسي استثمار د مخنیوي لپاره د محرمیت او خوندیتوب تدابیر زیات کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر غزې د اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي

پر غزې تړانګې د اسراییلو ...