Home » فرهنګی او ټولنیز » د لوبیا بې شمېره ګټې
رویداد خبري آژانس

د لوبیا بې شمېره ګټې

خدای پاک(ج) د انسانانو لپاره په هر څه کې جلا جلا ګټې ايښي، چې له هغو څخه يې يوه هم لوبيا ده. لوبيا په لومړي ځل په ۱۵۳۳کال په مکسيکو کې خلکو وپېژانده، او د اياکوک نوم يې پرې کېښوده.

لوبيا له هغه خوراکي توکو څخه ده، چې په مونږ کې د ډېرو خوښېږي. مونږ تاسو ته د لوبيا له بې شمرو ګټو څخه ځينې يې يادې کړې دي، چې په لاندې ډول دي:

۱ـ لوبيا د پروټينو لويه سرچينه ده، چې د غوښې ځاى نيسي.

۲ـ لوبيا د انسان بدن ته ډېره انرژي ورکوي.

۳ـ په لوبيا کې سليکان شتون لري، چې له همدې امله د هډوکو په روغتيا کې ښه رول لوبولى شي.

۴ـ لوبيا د هاضمې سيستم لپاره غوره خواړه دي.

۵ـ د هغو ناروغانو لپاره چې د وينې فشار لري ښه زېرى ورته دا ده، چې لوبيا د وينې فشار نورمال ساتي.

۶ـ لوبيا د مثانې درد لپاره ښه ده.

۷ـ لوبيا د شکر ناروغۍ لپاره ښه ده.نو د شکر ناروغان کولی شي، چې په ډاډه زړه یې وخوري.

۸ـ لوبيا په خپل ځان کې د سرطان ضد خاصيت لري.

۹ـ هغه خلک چې غواړي د بدن اضافه وازده يې اوبه شي نو لوبيا دې وخوري.

۱۰ـ هغوى چې د زړه ناروغۍ لري، لوبيا ورته ډېره ګټه لري.او تر 25سلنه د زړه ناروغۍ خطر راکموي.

۱۱ـ د ګټو په لحاظ سره لوبيا تر سپينې ډېره ګټه لري.

۱۲ـ لوبيا د حيض لپاره ښه ده.

۱۳ـ داسې هم ويل کېږي، چې لوبيا د جلدي زخمونو لپاره ګټور درمل دي. او که جلدي زخمونو کېښودل شي، زخمونه به ژر ښه کړي.

۱۴ـ په تازه لوبيا کې ځينې هغه ويټامينونو دي، چې زمونږ روغتيا لپاره خورا ډېرې ګټې لري. لکه: ويټامين بي،سي او ډي. لوبيا په خپل ځان کې 22 سلنه پروټين،62 سلنه کاربوهايډرايت،نشايسته او 2سلنه کلسيم لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...