برېتانيې ته د قطر امير تميم بن حمد ال ثاني د خپل سفر په ترڅ کې پرون سېشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۳مه) د نوموړي هېواد له لومړي وزير بوريس جانس سره ليدلي او د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ يې د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړي دي.
دواړو لوريو د افغانستان د وضعيت په اړه له ارزونې وروسته، په دې هېواد کې بشری وضعيت ناوړه بللی او له افغانانو سره يې د بشري مرستو د دوام په اړه ټينګار کړی دی.
په همدې حال کې د برېتانيې لومړي وزير بوريس جانسن له افغانستان څخه د بهرنيو وګړو په ايستلو کې د قطر له همکارۍ مننه کړې او ويلي يې دي چې په ياده موضوع کې د قطر رول مهم او حياتي و.
تميم بن حمد ال ثاني بيا برېتانيه د قطر نږدې همکار هېواد بللی او ويلي يې دي، چې دامهال د قطر او برېتانيې ترمنځ سياسي اړيکې نورې هم د غوړېدو په حال کې دي.
د افغانستان په تړاو د يادو چارواکو دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دغه هېواد لا هم د سخت اقتصادي ناورين له امله له بشري ناورين سره مخ دی او له همدې کبله په کې لوږه ورځ تر بلې زياتېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس