Home » سیمه او نړی » د سوریې پر وضعیت د ملګرو ملتونو بیړنۍ غونډه

د سوریې پر وضعیت د ملګرو ملتونو بیړنۍ غونډه

بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د سوریې پر وضعیت د تړلو دروازه تر شا بېړنۍ غونډه جوړوي.

دغه غونډه وروسته له هغې جوړېږي چې په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګه شوه او دغلته واک د حکومت مخالفو وسله‌والو ته په لاس ورغی.

د سوریې پرځېدلی ولسمشر بشار الاسد او د هغه کورنۍ د دمشق تر سقوط وروسته مسکو ته تللي او د روسیې دولتي رسنیو ویلي، مسکو نوموړي ته بشري پناه ورکړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...