Home » افغانستان » د جون له لومړۍ نېټې څخه به د افغانانو لپاره د جرمني د ویزو نوی انلاین سیستم فعال شي
جرمني

د جون له لومړۍ نېټې څخه به د افغانانو لپاره د جرمني د ویزو نوی انلاین سیستم فعال شي

په پاکستان کې د جرمني اعلان کړی چې د افغانانو لپاره یې د کاري او تحصیلي ویزو د غوښتنې لپاره یو نوی انلاین سیسټم فعال کړی دی.
راپورونه وايي، چې دا چاره به د ويزې غوښتنکو لپاره د ویزې غوښتنې بهیر چټک، منظم او اسانه کړي، څو هغوی وکولای شي له لرې پرته له غیر ضروري سفره خپل غوښتنلیکونه پرمخ یوسي.

د سفارت په وینا، له دې وروسته به د ویزې غوښتونکي اړ نه وي چې له مخکې پاکستان ته سفر وکړي. هغوی کولای شي لومړی په انلاین ډول خپل اسناد بشپړ او تایید کړي او وروسته متاسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي او بيا د مرکې نېټه وټاکي.

همداراز ويل شوي، چې دغه نوې تګلاره به د روان میلادي کال د جون له لومړۍ نېټې عملي شي. تمه کيږي چې دا سیستم به وکولی شي د ویزو د پروسې روڼتیا زیاته کړي او د غوښتونکو شمېر ته په کتو سره به د وخت ضایع کېدل راکم کړي، د افغانانو د سفر ډېر لګښتونه او نورې ستونزې حل کړي څو افغانان وکولای شي د زده کړو او کار لپاره جرمني ته د تګ فرصت ترلاسه کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

جرمني د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پالیسي لا هم روانه ساتلې ده

جرمنۍ ورځپاڼې «Der Spiegel» راپور ...