د جولای ۳۰مه هر کال په ټوله نړۍ کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې، د دې ناوړې پدیدې په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او د قربانیانو د حقونو د ملاتړ په موخه نمانځل کېږي.
سږکال د ملګرو ملتونو له خوا د دې ورځې شعار «د درغلۍ تر شا بند پاتې» ټاکل شوی، چې د انلاین درغلیو لپاره د انسانانو د قاچاق مخ پر زیاتېدونکي ګواښ ته اشاره کوي.
افغانستان، چې له اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او پراخې کډوالۍ سره مخ دی، لا هم د انساني قاچاق له اغېزو خوندي نه دی. راپورونه ښېی چې هر کال زرګونه افغانان، په ځانګړي ډول ځوانان، د ښه ژوند، کار او امنیت په هیله د قاچاقبرو په ژمنو باور کوي او په ناقانونه لارو د اروپا، ترکیې او نورو هېوادونو پر لور روانېږي.
ملګرو ملتونو ويلي، چې د انسانانو قاچاق د میلیونونو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی، چې قربانیان یې د استثمار، جبري کار او نورو ناوړه چلندونو ښکار کېږي.
ملګري ملتونه :«د انسانانو د قاچاق قربانیان لا هم ناامنو کارونو، جبري کار، جنسي استثمار، د غلامۍ په څېر شرایطو او ان د هغوی د ارادې خلاف د غړو ایستلو ته اړ کېږي. ښځې، ماشومان، راستنېدونکي او پور لرونکې کورنۍ لا هم له لوړ خطر سره مخ دي. ډېری کسان د پور په بدل کې جبري کار ته اړ کېږي، یا په کورنیو کارونو، خښتو جوړولو، کرنه، کانونو او غالۍ اوبدلو کې ترې ناوړه ګټه اخیستل کېږي. ځینې نور د جبري سوال، جبري ودونو، د ماشومانو جلب او جذب، جنسي استثمار او ناقانونه فعالیتونو ته اړ ایستل کېږي.»
د ملګرو ملتونو او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال د جولای تر نیمايي پورې له ایران او پاکستان څخه له یو میلیون څخه ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې په دې ډله کې سلګونه زره جبري ایستل شوي کسان هم شامل دي.
نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې بېوزلي، بېکاري او جبري بېځایه کېدل د انساني قاچاق خطر زیاتوي.
بلخوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) مشر پولیک اوک سري ویلي:
«د افغان وګړو اوسني فشارونه، لکه پراخ ستنول، د بدیل معیشت له برابرولو پرته د تریاکو له منځه وړل، د مرستو کمښت، طبیعي پېښې او د ښځو محدودیتونه، نارینه، ښځې او ماشومان د انسانانو د قاچاق او استثمار پر وړاندې لا زیانمن کوي. دا وضعیت د مخنیوي د هڅو د پیاوړتیا، د احتمالي قربانیانو د دقیقې پېژندنې او هغوی ته د مناسبې ساتنې او مرستو د برابرولو اړتیا څرګندوي.»
همداراز ملګرو ملتونو له هېوادونو او اړوندو بنسټونو غړښتنه کړې چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره ګډې هڅې زیاتې کړي، د قربانیانو پېژندنه او ساتنه پیاوړې کړي، هغوی ته اړین خدمات او د ژوند د ښه کېدو فرصتونه برابر کړي او د قاچاقي شبکو پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس