Home » افغانستان » د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یو پلاوې په مشرۍ هند ته ولاړ
د صنعت او سوداګرۍ وزارت

د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یو پلاوې په مشرۍ هند ته ولاړ

د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د هند په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې زاهد به په خپل سفر کې د هند په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او له لوړپوړو دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګه‌والو سره به وګوري.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو لیدنو کې به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو پر موندلو او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې وشي.

د یاد سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، د افغانستان د تولیدي او صادراتي ظرفیتونو معرفي کول او د اقتصادي اړیکو لپاره د نویو فرصتونو برابرول بلل شوې ده.

فتانه کمال

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې بنسټیز لاملونه؛ د نفوس ډېروالی او د ورځو لنډوالی

د مني موسم په رارسېدو ...