ایرني چارواکو د دغه هیواد په مازندران کې پر افغانانو سخت بندیزونه وضعه کړي دي.
د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت سلاکار نادریار احمدي رسنیو ته د خبرو پرمهال ویلي چې، په مازندران کې افغانان له هر ډول کار منع دي او حتی افغانانو ته د لنډ مهاله استوګنې جواز هم نه ورکول کیږي.
د نوموړي په خبره افغانان مازندران ته په هغو اسنادو نه شي ورتلی چې په نورو سیمو کې اجازه لري.
د ایراني حکومت په شلو ښارونو کې د افغان کډوالو حضور منع شوی او په ځينو سیمو کې ځایی چارواکو د کارخونو څښتنانو ته خبرداری ورکړی، که هر څوک افغان کډوال په دنده وګماري تر یو میلیون تومانه زیات به جریمه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران له نورو ښارونو سربېره په مازندران سیمه کې افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو سره سره بیا هم د ایراني پولیسو له لوري ځورول کیږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس