Home » افغانستان » د ایران حکومت په مازندران کې پر افغان وګړو د اوسیدو بندیز لګولی

د ایران حکومت په مازندران کې پر افغان وګړو د اوسیدو بندیز لګولی

ایرني چارواکو د دغه هیواد په مازندران کې پر افغانانو سخت بندیزونه وضعه کړي دي.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت سلاکار نادریار احمدي رسنیو ته د خبرو پرمهال ویلي چې، په مازندران کې افغانان له هر ډول کار منع دي او حتی افغانانو ته د لنډ مهاله استوګنې جواز هم نه ورکول کیږي.

د نوموړي په خبره افغانان مازندران ته په هغو اسنادو نه شي ورتلی چې په نورو سیمو کې اجازه لري.

د ایراني حکومت په شلو ښارونو کې د افغان کډوالو حضور منع شوی او په ځينو سیمو کې ځایی چارواکو د کارخونو څښتنانو ته خبرداری ورکړی، که هر څوک افغان کډوال په دنده وګماري تر یو میلیون تومانه زیات به جریمه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران له نورو ښارونو سربېره په مازندران سیمه کې افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو سره سره بیا هم د ایراني پولیسو له لوري ځورول کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...