Home » سیمه او نړی » د امریکا او ایران جګړه؛ د قطر د ګاز صادرات ۹۶ سلنه کم شوي
قطر

د امریکا او ایران جګړه؛ د قطر د ګاز صادرات ۹۶ سلنه کم شوي

رويټرز راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیلېدو شپږ میاشتې وروسته، قطر د دې جګړې له امله له سترو اقتصادي زیانمنو هېوادونو څخه بلل کېږي، چې د اوبلن ګاز صادرات يې ۹۶ سلنه کم شوي دي.

د راپور له مخې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عراق او کویټ هم د تېلو د صادراتو له کمښت سره مخ شوي، خو د ګازو د صادراتو له پلوه يې تر قطر زياونونه کم ارزول شوي دي.

د رویترز د محاسبو له مخې، قطر په دې موده کې د ګازو له خرڅلاو څخه شاوخوا ۲۴ میلیارد ډالر عاید له لاسه ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال د عوایدو پر بنسټ، د دغه هېواد د شاوخوا پنځو میاشتو عاید سره برابرېږي، چې دغه وضعیت د قطر پر اقتصاد د جګړې د اغېزو د پراخېدو څرګندونه کوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد زیات شوی

د ایران د رېل پټلۍ ...