Home » افغانستان » خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړی
WFP

خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، له پاکستان سره د سرحدي لارو له تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ اصلي مسیر ګرځېدلی دی. د دې ادارې د راپور له مخې، اوس شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې ترسره کېږي او د مرکزي اسیا د رېل پټلۍ له لارې واردات هم زیات شوي دي. خو ياده اداره خبرداری ورکوي چې دغه بدیلې لارې اوږدې او لګښت‌لرونکې دي، چې د خوراکي توکو، سونګ موادو او کرنیزو توکو بیې یې لوړې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د خوراکي ناامنۍ وضعیت مخ پر خرابېدو دی. د دې ادارې د راپور له مخې، د لومړنیو خوراکي توکو بیې لس سلنه لوړې شوې او ۷۲ سلنه د کورنیو عاید له کمښت سره مخ شوی او دا مهال ۱۳ اعشاریه ۸ میلیونه افغانان له بېړني خوراکي ناامنۍ سره مخ دي. راپور زیاتوي، که پاکستان سره پوله تړلې پاتې شي، ښايي په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۲ اعشاریه ۳ میلیونه نور کسان هم د شدیدې لوږې له ګواښ سره مخ شي.

راپور همدارنګه ښيي چې د میلیونونو کډوالو بېرته ستنېدل، د بشري مرستو کمښت او اقتصادي ستونزې د خلکو ژوند لا سخت کړی دی. د WFP د اټکل له مخې، سږ کال به ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي، خو د بودجې د کمښت له امله به یوازې د درملنې اړمنو ماشومانو له درېیمې برخې څخه کم شمېر تر پوښښ لاندې راوستل شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...