د روغتیا نړيوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رییسې، حنان بلخي، ویلي چې افغانستان ته د پولیو د څارنې بورډ د پلاوي په مشرۍ د خپل سفر پر مهال یې له افغان چارواکو، روغتیايي کارکوونکو، د ملګرو ملتونو له استازو او نورو شریکانو سره لیدنې کړې دي.
هغې ویلي، د پولیو د له منځه وړلو لپاره اړینه ده چې هر ماشوم واکسین ته لاسرسی ولري، عادي واکسیناسیون دوام ومومي، بنسټیز روغتیايي خدمتونه پیاوړي شي او یو باثباته روغتیايي نظام رامنځته شي.
حنان بلخي زیاته کړې، که څه هم تر اوسه یو شمېر ننګونې شته، خو د افغان لوري ژمنتیا هیله بښونکې وده او د ګډو هڅو په مټ به افغانستان د پولیو له ناروغۍ پاک هېواد شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس