د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتيرش د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې پکې د «نويو پوځي نښتو» او په سیمه کې د ایران د اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې وه، ویلي، دا وضعیت یوازې «پوځي نښته» نه ده، بلکې د هغه ښکاره او بېدلیله تېري دوام دی چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییلي رژیم له خوا پیل شو.
اسماعيل بقايي: «دا کومه «پوځي نښته» نه ده؛ بلکې د هغه ښکاره او بېدلیله تېري دوام دی چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییلو له خوا پیل شو.
ایران «برید نه کوي»؛ د فارس خلیج په سوېلي برخه کې پر مېشتو امریکايي پوځي اډو او شتمنیو د ایران بریدونه د نړیوال قانون له مخې د خپل ځان د دفاع له ذاتي حق څخه قانوني او مشروع استفاده ده.»
بقايي ټینګار کړی چې د فارس خلیج په سوېلي برخه کې پر امریکايي پوځي اډو او شتمنیو د ایران بریدونه د نړیوال قانون له مخې د ځان د دفاع له حق څخه استفاده ده. هغه له هغو هېوادونو غوښتي چې امریکايي ځواکونه پکې مېشت دي، اجازه ور نه کړي چې خپلې خاورې د ایران پر ضد د بریدونو د پیل لپاره وکارول شي.
بقايي ویلي، ایران باید د خپل هېواد د دفاع له امله ملامت نه شي، بلکې هغه کسان باید حساب ورکړي چې د ده په وینا د نړیوال قانون سرغړونه یې کړې ده. نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي چې په خپلو رسمي اسنادو کې د «فارس خلیج» بشپړ نوم وکاروي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس