Home » سیمه او نړی » ایران: د خبرو له لارې د حقونو ترلاسه کولو په صورت کې جګړې ته اړتیا نشته
مسعود پزشکیان

ایران: د خبرو له لارې د حقونو ترلاسه کولو په صورت کې جګړې ته اړتیا نشته

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي یې دي، که ایران وکولای شي خپل حقونه د خبرو له لارې ترلاسه کړي، نو جګړې ته اړتیا نه شته. هغه ټینګار کړی چې تهران به له خپلو اساسي دریځونو تېر نه شي او د ده په وینا، د جګړې دوام هغه څه دي چې اسرائیل یې غواړي.

بلخوا، د رویټرز د تازه راپور له مخې، د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي د وضعیت په اړه خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او واشنګټن تمه لري چې ډېر ژر به هوکړه وشي.
د راپور له مخې، د احتمالي هوکړې له اعلان وروسته به امریکا د ایران پر بندرونو خپله محاصره پای ته ورسوي او د هرمز تنګي د کښتۍ‌تګ راتګ د بېرته عادي کېدو زمینه به برابره شي.
د راپورونو پر اساس، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو لا هم وروستۍ هوکړه نه ده شوې. ایران او عمان هم د هرمز تنګي لپاره د نوي تګ راتګ د ترتیباتو پر سر نږدې توافق ته رسېدلي، خو د تنګي د بشپړ پرانیستلو په اړه لا ځینې مهم جزئیات ندي خپاره شوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر غزې د اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي

پر غزې تړانګې د اسراییلو ...