د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې سخت بارانونه، ناڅاپي سېلابونه او اړوند طبیعي پېښې لا هم د افغانستان په مرکزي، ختیځو، شمال ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې پر خلکو اغېز کوي.
د راپور له مخې، غزني، کاپیسا، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او پروان هغه ولایتونه دي چې د دې طبیعي پېښو له امله یې ډېر زیان لیدلی دی.
اوچا خبرداری ورکړی، چې وروستي سېلابونه او د ځمکو ښویېدنې ښايي ناچاوده مهمات بېرته را برسېره کړي، چې د زیانمنو شویو خلکو او بشري کارکوونکو ژوند له خطر سره مخ کولی شي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو په څو ولایتونو کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. په لغمان کې د سېلابونو له امله ۳ کسان مړه شوي، ۴ نور ټپیان شوي او ۱۸۷ کورنۍ اغېزمنې شوې دي. سلګونه کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي، کرنیزې ځمکې او څاروي هم له منځه تللي دي. نورستان تر ټولو ډېر زیانمن ولايت ښودل شوې، چې هلته له ارزونې وروسته ځینې کورنۍ لا هم مرستو ته اړمنې ګڼل شوې.
د راپورور پر بنسټ، په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او د ځمکو ښویېدنو خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس