د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې روانې جګړې، په ځانګړي ډول پر ماشومانو، سخت رواني اغېز کړی او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې د ملکي وګړو ساتنه وکړي.
اوچا په ټولنیزو رسنیو کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، جګړې یوازې کورونه او بنسټیز تاسیسات نه ورانوي، بلکې د خلکو ژوند هم اغېزمنوي، وېره خپروي او د خلکو پر رواني روغتیا، په ځانګړې توګه د ماشومانو، دروند اغېز کوي.
اوچا:«جګړې یوازې کورونه او بنسټیز تاسیسات نه ورانوي، بلکې د خلکو ژوند ګډوډوي، وېره خپروي او په ځانګړي ډول د ماشومانو پر رواني روغتیا دروند اغېز کوي.»
دغه دفتر ټینګار کړی چې ملکي وګړي باید هېڅکله د وسلهوالو جګړو قرباني نه شي او له ټولو ښکېلو خواوو یې غوښتي چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې د هغوی خوندیتوب تضمین کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس