Home » فرهنګی او ټولنیز » امیتابچن؛ راتلونکي فلم کې د قومي مشر په څېره کې رول ادا کوي
رویداد خبري آژانس

امیتابچن؛ راتلونکي فلم کې د قومي مشر په څېره کې رول ادا کوي

امتابچن دا ځل د قومي مشر په څېره کې رول ادا کوي.

اميتابچن چې د باليووډ سېنما د پلار لقب لري غواړي په روان کال کې د سورج باراتيا په نوم ډايريکټر سره ګډ کار وکړي.

بچن اوسمهال په يوې تلوېزيوني خپرونې بوخت دی،که څه هم نوموړي ته له ډېر وخته د فلمونو پشنهادونه کېږی خو ردوله یې.

د کوينومي د خبر له مخې امتابچن د سورج د فلم کيسه خوښه سوې او غواړي د قومي مشر په رول کې ورسره ولوبېږي.

د دې فلم کیسه کورنۍ ده او د کورنۍ پر ارزښتونو راګرځي.

ويل کېږي په دې فلم کې بومن ایراني هم رول ورسره ادا کړی.

د دې فلم لپاره تراوسه نوم ندی ټاکل شوی خو راپورونه وایي چې د روان کال د فبیروري په میاشت کې به یې شوټینګ چارې پیل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...