ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه د افغانستان په اړه خپله درې میاشتنۍ غونډه ترسره کړي. په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی راپور د افغانستان د وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې د اغېزو په اړه وړاندې شي او د شورا غړي به د تېرو درېیو میاشتو د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري تحولاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړي.
د راپور له مخې، تمه کېږي چې د امنیت شورا غړي په افغانستان کې د بشري وضعیت، اقتصادي ننګونو، د راستنېدونکو کډوالو ستونزو او سیمهییزو امنیتي مسایلو په اړه هم بحث وکړي.
همداراز به د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د فعالیتونو او راتلونکې په اړه ارزونې وړاندې شي.
د امنیت شورا په نننۍ ناسته کې د یوناما د ماموریت د غځولو موضوع هم مهمه برخه ګڼل کېږي، ځکه د دغه ماموریت اوسنی موده د جون په ۱۷مه پای ته رسېږي. تمه ده چې د شورا غړي د یوناما د ماموریت د دوام او راتلونکو لومړیتوبونو په اړه هم بحث او پرېکړې وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د امنیت شورا د پرېکړو له مخې هر درې میاشتې وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کوي. د دغو راپورونو پر بنسټ امنیت شورا د افغانستان د سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت ارزونه کوي او د یوناما د فعالیتونو په اړه پرېکړې کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس