Home » سیمه او نړی » امریکا کې یو وسله‌وال ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
رویداد خبري آژانس

امریکا کې یو وسله‌وال ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

امریکایي رسنیو راپور ورکړی دی چې تېره ورځ ناوخته د دغه هېواد په ویسکانسن ایالت کې یو وسله وال کس د ټوپک په ډزو اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه وایي چې دا پېښه په یوه واړه پارک کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه تنه ځای پر ځای وژل شوي او پنځه نور په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یاد ایالت پولیس چارواکو ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو کس د منډې په حالت کې په پارک کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې او همداسې د پېښې له ځایه تری تم شو.

تر اوسه د پېښې اصلي علت معلوم نه دی، خو پولیسو ویلي چې دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...