د امریکا حکومت په رسمي ډول په پېښور ښار کې خپله کونسلګري وتړله او د پېښور د کونسلګرۍ رسمي ټولنیزې رسنۍ او وېبپاڼه هم غیر فعالې شوې دي.
د امریکا کونسلګرۍ د جمعې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې وروسته به د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند ټولې ډیپلوماټیکې چارې د اسلاماباد په سفارت کې د خېبرپښتونخوا ځانګړې څانګې (KPU) له لارې پر مخ وړل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې اعلان کړی و، چې د پېښور کونسلګرۍ به په تدریجي ډول وتړل شي. واشنګټن ویلي، دا پرېکړه د خپلو ډیپلوماټیکو کارکوونکو د امنیت د خوندي کولو او د سرچینو د اغېزناک مدیریت لپاره شوې ده.
د امریکا چارواکو ټینګار کړی چې له فزیکي حضور سره سره به له خېبرپښتونخوا سره ډیپلوماټیکې اړیکې، اقتصادي همکارۍ او امنیتي تعامل دوام ولري.
د امریکا حکومت همداراز ډاډ ورکړی چې له پاکستان سره به خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې د اسلاماباد سفارت او په کراچۍ او لاهور کې د پاتې کونسلګریو له لارې روانې وساتي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د پېښور د کونسلګرۍ تړل د پاکستان په اړه د واشنګټن د پالیسۍ بدلون نه، بلکې د امنیتي او اداري ملاحظاتو له مخې یو تنظیمي اقدام دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس