Home » سیمه او نړی » امریکا افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږد پلان ځنډولی
امریکا

امریکا افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږد پلان ځنډولی

د امریکا یوې فدرالي محکمې د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه پلان په لنډمهالي ډول ځنډولی، چې له مخې یې ټاکل شوې وه یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د نیویارک فدرالي محکمې قاضي والري کاپروني د نومبر په درېیمه د دغه پلان د ځنډولو حکم صادر کړی دی.

د راپورونو له مخې، د محکمې دغه حکم به تر راتلونکې شنبې پورې نافذ وي او په دې موده کې به د افغان کډوالو د لېږدولو پلان عملي نه شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

انتونيو ګوترش: خبريالان په ټوله نړۍ کې د حقیقت ويلو لپاره درنه بیه پرې کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ...