Home » سیمه او نړی » انتونيو ګوترش: خبريالان په ټوله نړۍ کې د حقیقت ويلو لپاره درنه بیه پرې کوي
انتونيو ګوترش

انتونيو ګوترش: خبريالان په ټوله نړۍ کې د حقیقت ويلو لپاره درنه بیه پرې کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د نومبر دویمې، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړيوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په ټوله نړۍ کې خبریالان د حقیقت ویلو لپاره درنه بیه پرې کوي.

ګوترېش ویلي: « کله چې خبریالان په نښه کېږي او د هغوی د راپور ورکولو مخه نیول کېږي، موږ ټول یې قربانیان کېږو.»

نوموړي په نړيواله کچه د خبریالانو لپاره د عدالت غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو عاملان باید عدالت ته راکش شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ښارونو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه د دوامدارې ښاري پراختیا او مناسبو کورونو پر برابرولو ټینګار کوي

نن د اکټوبر ۳۱مه د ...